زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-04  |  2024-09-08  |  تازه شوی په: 2024/09/07 - 04:09:3 FA | AR | PS | EN
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي             د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی             یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ             تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي             کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی             افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي             چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي             د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ             پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده             د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک             ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو             د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل             په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت             د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي             په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي            

تاريخ النشر: 2024/07/12 - 01:28:1
زيارة: 193
مشاركة مع الـأصدقاء

د هوا خرابوالی په پراخه کچه د خوراکي توکو کمښت رامنځ‌ته کولای شي
 د هوا خرابوالی په پراخه کچه د خوراکي توکو کمښت رامنځ‌ته کولای شي

د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د هوا د خرابوالي د زیاتېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت به د خوراکي توکو پر امنیت پراخ اغېز وکړي.

د بشري مرستو دغه سازمان د هېواد په شمال په تېره بيا بغلان کې دوه مياشتې مخکې راغلي سېلابونه د اقلیم د خرابېدو نښه بللي دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان ښارونه او ولایتونه د بې سارو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي چې درنه مرګ ژوبله او زیانونه یې اړولي دي.

په بغلان کې د سېلاب له امله له درې سوو څخه زيات کسان مړه او تر يو نيم زرو زيات ټپيان شول. دغو سېلابونو زرګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي، وروستیو سېلابونو هغه سیمې وځپلې چې اوسېدونکو یې وار له مخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوله.

کارپوهان وايي، که څه هم افغانستان د اقلیم په نړیوال کړکېچ کې رول نه لري خو په دې برخه کې یو له ډېرو زیانمنو شویو هېوادونو دی.

دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د هوا د خرابوالي ډېرېدل عادي شوي خو خبرداری یې ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې د دې احتمال شته، چې د خوراکي توکو پر خوندیتوب پراخې اغېزې وکړي.

دغه مرستندویه سازمان وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32465






*
*

*



قرأ

تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي


د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک


د ارزښت او ثبات له مخې افغانۍ د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړی


پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی


ایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ


له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۹۵٪ کمه شوې


کندهار څخه د ۱۲ زره ټنه وچې مېوې صادریدل


د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې اترې


د ننګرهار کانال د تولیداتو د پلور مرکز کابل کې پرانیستل شو


افغانستان د سیمې هېوادونو سره لس میلیارده ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه لري


۷ میلیارد ډالره بشري مرسته په ۳ کلونو کې افغانستان سره


نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وګوماره


دوه سوه زره افغانانو ته تېر کی د کار زمینه برابره شوې ده


افغانستان څخه تاجکستان ته د څارویو زر ټنه خواړه صادریږی


لومړي ځل د حیواناتو خوراکه تاجکستان ته صادره شوه


یوه چینایي شرکت د برېښنا پر ۳ بندونو پانګونه کوی


د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي


له پاکستانه راستانه شوي ۹۸ زره افغان کډوالو سره نغدي مرستې شوی


امریکا: د افغانستان سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته کوو


بدری له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د عینک د مسو کان د استخراج چارې پیل کړي


د ټاپي پروژې د چارو د پيل په اړه د ترکمنستان سفیر سره د ملا متقي خبرې


د طالبانو کابینې پر یو شمېر اقتصادی موضوعاتو بحث کړی


د ۵ میلیارده افغانیو پروژې مو منظور کړې


جلال آباد ښار د پراختیا په حال کې دی


د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان لخوا دګمرکي تعرفې لوړېدل





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان